IQNA

قرآنی سورې/99

 د انسان په کارونو باندې د قیامت په ورځ د مځکې ګواهۍ ورکول

7:29 - July 25, 2023
د خبر لمبر: 3487681
ایکنا-(تهران) د هغه څه په اساس چې په دینی او تفسیري کتابونو کې راغلی دي،آخرالزمان او قیامت  ورځ داسې نښې نښانې لري چط  په هغو کې لوئې زلزلې او د مردګانو بیرته ژوندي کیدا ته اشاره کولی شو. په دغه پړاؤ کې  انسان  خپل کارونه ویني او مځکه شهادت ورکوي چې  انسان څه څه کارونه کړي د ي.

د قرآن کریم نهه نویمه سوره ؛الزلزال؛ نومیږي . دغه سوره په آتو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده . په مکي  یا مدنی شونې ئې  دنظر اختلاف شته دی ،البته  زیاتره مفسران ئې مدني ګڼي چې  د نزول په ترتیب کې  درې نویمه سوره ده چې پر ګران پیغمبر اکرم(ص) نازله شوې ده.

  دغه سوره د مځکې نهائي زلزلې او د قیامت په ورځ  د نړۍ د نظام ددړې وړې کیدا  او ګډوډیدا خبره کوی.د؛زلزال؛ کلمه هم د خوځيدا اوزلزلې په معنا  ده چې ددغې سورې په لومړني آیت کې راغلې ده .

زالزال سوره  د قیامت د ورځې  له نښو او دا چې   هر نیک او بد انسان  به په دغه ورځ د خپلو دنیوي کارونو نتیجه وویني ، خبرې  کړي دي .

زلزالسوره  دې موضوعګانې لري؛ لومړۍ؛د قیامت دپيلیدا نښې نښآنې .دوهم ؛په هغوکاروونو د قیامت پهورځ د مځکې ګواهي ورکول چې  انسان ترسره کړي دي.دریم ؛ په بدو اونیکو  د  انسانانو ویش او د خپلو د نتیجې  سزا او جزا ته رسیدل. همداراز خداوندمتعال  په دغې سورې کې د قیامت په ورځ دمحاکمې پردقیقې ،سختې اوعادلانه شوې  هم ټينګار کوي.

 دهغه څه په اساس چې په ددغې سورې په دوهم آیت کې راغلي دي ،د قیامت ورځې یوه هغه نښه ده چې  ددغوزلزلو ،په دلیل مځکه په کرتو له خپل پيټي بهر غورځوي. مفسران په دې اند دي چې د؛ مځکې د پيټو ؛ مقصد  هغه مردګان دي چې په مځکې کې ښخ شوي دي.

ددغې سورې درې وروستي آیتونه دغه ټکی بیانوی چې  دقیامت په  ورځ د انسان کارونه د بدن په حالت کې رابرسیره کیږي .یعني د انسان کارونه  د هغه په وړاندې په مناسبو شکلونو اوبڼو سره حاضریږي او  د  انسان لپاره دهغو لیدل  دخوشالۍ او یا خپګان او سختۍ  لپاره یو دلیل دی. 

 ددغې سورې په اوم او اتم آیتونو کې راغلي دي. «فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ؛ وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ: پس هر څوک چې  یوه ذره هم نیکي وکړي ،(نتیجه) به ئې وویني ؛ او هر څوک چې یوه ذره هم بدي وکړي ،نو  نتیجه به ئې وویني.؛مثقال ؛د درندوالي داندازې په معنا دی  او د  ؛ذره؛ کلمه دترټولو  واړه میږی یا په هوا کې خوارو وارو ذرو په معنا  ده. البته نن سبا  ایټم ته هم یوه ذره وئيل کیږي.په تفسیر کې راغلي دی ، د؛ هغه به وویني ؛  مقصد ، دعمل نتیجه یا عمل نامه  یا خپل عمل دی . پر دې اساس انسان د قیامت په ورځ  خپل کارونه ویني .

captcha